د هلمند ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (٩٥١) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (٣٥٥) وثیقې هم اجرا کړې دي
د هلمند ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټې څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټې پورې (٩٥١) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (٣٥٥) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د هلمند ولايت محاکمو ته په يوه مياشت کې (٦٥٧) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (٢١٠) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (١٢٤) دوسیې فیصله شوې، (٩) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د هلمند ولايت محاکمو ته په يوه مياشت کې (٩٠٥) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (٢١١) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (٣٩٠) دوسیې فیصله شوې، (٧) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د هلمند ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (٣٥٥) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
