د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا
د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د افغان رود رنر لوژستیکي شرکت سره چې د جواز شمېره یې (D-37126) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت مرکز په پنځمه ناحیه کې موقعیت لري؛ د نهه سوه اوه ویشت زره (۹۲۷۰۰۰) افغانيو په قیمت سره د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو لپاره د (۷) قلمه صحافي موادو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري؛ د تدارکاتو د اصولو له مخې کولای شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څیرمه د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کېږي.
