د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په دې اصلاحي او مذاکراتي ناسته کې، چې د سترې محکمې اداري مرستیال محترم شیخ سخاء الله (سعید) صاحب، د سترې محکمې د مرکزي دېوانونو او ریاستونو ټولو رئیسانو، قضائي غړو او آمرینو په کې ګډون درلود، د سترې محکمې د مدني دېوان رئیس محترم شیخ محمد قسیم (محمدي) صاحب ګډونوالو ته د قضاء منصب د عظمت، د شرعي احکامو په رڼا کې د دغه منصب د ترسره کولو، د یاد منصب د مقام د ساتنې او ځینې نورو مواردو په اړه ګټور تفصیلي بیان وکړ وویل، دا د الله تعالی ځانګړې پېرزوینه او لوی نعمت دی، چې زموږ په پاکه خاوره یې د شرعي نظام تر چتر لاندې د عدالت د تأمین لپاره شرعي محاکم رامنځته کړي دي. 
محترم شیخ (محمدي) صاحب وویل، قضاء ډېر عظیم او خطیر منصب دی؛ ځکه چې محترمو قضاتو او مفتي صاحبانو ته د انسانانو د حقونو د تحفظ، حق حقدار د سپارلو صلاحیت او د خپلو شرعي پرېکړو پر مټ د دغه اسلامي نظام د بقاء لوی مسؤولیت ور په غاړه دی.
د سترې محکمې د مدني دېوان رئیس زیاته کړه، دغه اسلامي نظام او شرعي محاکم په آسانۍ موږ ته په لاس نه دي راغلي، بلکې دا د لکونو شهیدانو د قربانیو او وینو ثمره ده، بناءً موږ باید دغه سترې قربانۍ هېڅکله هېرې نه کړو، بلکې د حاکم شرعي نظام د ساتنې په موخه شپه ورځ هلې ځلې وکړو؛ هڅه وکړو، چې خپلې پرېکړې د شرعي احکامو مطابق صادرې کړو، حق حقدار ته وسپارو او له ظالم څخه د مظلوم حق ترلاسه کړو.
محترم شیخ محمد قسیم (محمدي) صاحب د ناستې له ګډونوالو وغوښتل، چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم)، د هغه صحابه کرامو (رضي الله عنهم) اخلاق او صفات پیدا کړي، چې په خپلو زمانو کې یې د قضاء دروند منصب ترسره کړی دی او له الله تعالی څخه په دې برخه کې د توفیق دعاګانې وکړي.
یاده ناسته د یو شمېرو نورو مواردو په اړه تر تفصیلي بیان او مذاکرې وروسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل (۱۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۱۷/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه شاوخوا لس کاله مخکې د. . .

بیا په خبرونو کی