د هلمند ولایت د مرافعه محکمې د نوي رئيس محترم مفتي عبدالجليل (سفيان) د معرفت غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۰:۱۵
د هلمند ولایت د مرافعه محکمې د نوي رئيس محترم مفتي عبدالجليل (سفيان) د معرفت غونډه وشوه

د هلمند ولايت د مرافعه محکمې لپاره نوی ټاکل شوی رئيس محترم مفتي عبدالجليل (سفيان)، په ۲۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یادې محکمې قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته معرفي او رسمًا یې خپلې چارې پیل کړې.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې مخکني رئیس، د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو قضائي غړو او اداري کارکوونکو، د جنوب لوېديځ زون د قضائي تفتيش استازي شیخ محمدلعل، د ولایت مقام مرستیال والي الحاج مولوي محمود، د علماوو شورا مرستیال شیخ محمدګل، د پوهنتون رئیس شیخ شریف الله،  د کرنې او مالدارۍ رئیس مولوي شېراحمد (رفیع) او نورو علماء کرامو ګډون درلود.
د غونډې په پيل کې مرستیال والي وینا وکړه، تغیر او تبدیل يې د نظام د اصل په توګه ياد کړ، د مخکني رئیس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر) کارونه يې وستایل او نوي رئیس ته يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ورپسې د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان رئیس شیخ دوست محمد د اطاعت په اړه وینا وکړه او نوي رئیس ته ښه يې راغلاست ووايه.
 دغه‌ راز د علماوو شورا رئيس هم د اسلامي نظام، د نظام ساتنې او خلکو ته په اخلاص د خدمت کولو په اړه خپله وینا ګډونوالو ته وړاندې کړه.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۶۷۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۱ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶ /۱ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۶۷۰) دوسيو ته رسېدنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۱۲
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې ( ۱۷۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې ( له ۱ / ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر  ۱۵ / ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۷۵) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۶
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس لغمان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په. . .

بیا په خبرونو کی