د خوست ولايت د مرافعه محکمې د سرپرست رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۰:۲۷
د خوست ولايت د مرافعه محکمې د سرپرست رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست ولایت مرافعه محکمې سرپرست رئيس محترم مفتي عبدالقيــــــوم (صاحب زاده) په مشرۍ  د عدليې، استخباراتو، امنیه قومندانۍ، د فرامينود تعقيب او نظارت، علماوو شورا او امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو اورېدو رياستونو رئيسانو او د ولايت مقا استازي په ګډون، په ۴/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق د همغږۍ غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې سريرست رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه؛ ورپسې يې د غونډې موضوعات او اجنډا وړاندې کړه.
د غونډې په دوام ګډونوالو د وړاندې شويو موضوعاتو د حل لپاره نظرونه وړاندې کړل؛ ترڅو ټولو موضوعاتو ته مناسبې حل لارې پيدا کړي.
د غونډې په پای کې د محاکمو او اړوندو ادارو ترمنځ د چارو په همغږۍ ټينګار وشو او د غونډې د موضوعاتو د حل او فصل لپاره مناسب تصامیم ونيول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د روزګان ولایت دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړيتوب، په ۱۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

بیا په خبرونو کی