د کابل ولایت مرافعه، د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۵۹۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۱۱ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶ /۱۱ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۹۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې جزئیات یې په لاندې ډول دى:
د مرافعه محکمې د دېوانونو اجراآت:
د کابل ولايت مرافعه محکمې دېوانونو ته په دوو اونيو کې (۲۰۴) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۲۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۶) دوسيه فيصله شوې، (۳۴) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۳۸۹) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۲۸۷) دوسيې فیصله شوې، (۸۶) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د اختصاصي محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۱۴) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
