د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۲۲
د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د اداري چارو د لا ښه تنظیم او مؤثریت په موخه، د (۱۴۰۵) مالي کال لپاره د سترې محکمې د تشکیل وړاندیز ترتیب او د منظورۍ لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) مقام ته وړاندې شوی دی.
۲ـ د (۲۴۰) قضاتو، اداري او خدماتي کارکوونکو تقرر او ترفیعات ترسره شوي دي. 
۳ـ د (۲۸۰) قضاتو او کارکوونکو د تحصیلي اسنادو معلومات راټول او له اړوندو مراجعو سره شریک شوي دي. 
۴ـ د استخدامي پروسو تر بشپړېدو وروسته (۵۰) جلده د سوانحو دفترونه ترتیب شوي دي. 
۵ـ ټولټال (۳۷۰) رسمي اسناد، مکاتیب، فورمې (P2) او تحصیلي اسناد ثبت او تبادله شوي دي. 
۶ـ  د (۲۱۵) اداري او خدماتي کارکوونکو د اجراآتو د ارزونې په موخه رسمي مکتوبونه لېږل شوي او د ارزونې منظم جدولونه یې ترتیب او د ارزونې په حضوري غونډو کې فعاله ګډون او نظارت ترسره شوی دی. 
۷ـ د مرکزي رئیسانو د ارزونې په غونډو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له استازو سره همغږي شوې ده. 
۸ـ د مرکز او ولایتونو مرافعه محاکمو ته د ارزونې د پروسې د تطبیق په موخه لازم مکتوبونه لېږل شوي او په دې برخه کې ورسره لازمه همغږي شوې ده. 
۹ـ د خالي بستونو د ډکولو لپاره د اسنادو راټولولو، د متقاضیانو ثبت، اجنډا جوړولو، د ازموینو تنظیم او د پایلو اعلان چارې په منظم ډول ترسره شوې دي.
۱۰ـ د استخدام په ټولو پړاوونو کې له اړوندو ادارو سره لازمه همکاري شوې ده.
۱۱ـ د کارکوونکو د دندو د واضح کولو په موخه د کاري لایحو د ترتیب او تنظیم په اړه اړین اجراآت ترسره شوي دي. 
۱۲ـ د یو کال په موده کې (۱۹) اداري روزنیز پروګرامونه طرح او تطبیق شوي دي. 
۱۳ـ د قضائي تخصصي جامعې د تشکیل مسوده ترتیب شوې او د منظورۍ لپاره به ژر د عالي مقام حضور ته وړاندې شي. 
۱۴ـ د نهم پړاو تقنيني ستاژ پروګرام ته د یوه قضائي او یوه اداري کارکوونکي معرفي کول. 
۱۵ـ د ملکي خدمتونو انستیتیوت له لوري د نظارت او مراقبت پروګرام ته د (۴) رئیسانو او آمرینو معرفي کول. 
۱۶ـ د راپور لیکنې او عملیاتي پلان پروګرام ته د (۷) تنو کارکوونکو معرفي کول. 
۱۷ـ د کابل ښاري ابتدائیه محکمې یو قضائي غړی د لوړو زده‌کړو لپاره خصوصي پوهنتون ته معرفي شوی دی.
۱۸ـ د اداري پروسو د ساده‌سازۍ اړوند اجراآت ترتیب او د سترې محکمې مرکزي ریاستونو او د کابل او پروان مرافعه محاکمو ته لېږدول شوي دي، دا بهیر د ظرفیت لوړونې او اجراآتو ارزونې ریاست تر نظارت لاندې پرمخ وړل شوی دی. 
۱۹ـ د کمپیوټر د اساسي مهارتونو په برخه کې یوه مهمه روزنیزه برنامه د اجرائیوي او امنیتي چارو عمومي ریاست اړوند منسوبینو ته تطبیق شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی