د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۸
د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د خوست، فراه، بلخ او لغمان ولایتونو د محاکمو اجراآت د قضائي مفتشینو لخوا وڅېړل شول او راپورونه یې د راتلونکو هدایاتو لپاره د سترې محکمې عالي مقام ته ولېږل شول.
۲ـ د قضائي تفتیش عمومي ریاست له اساسي دندو څخه د سترې محکمې عالي شورا د مصوباتو، مقرراتو، لوایحو او طرزالعملونو دوامداره نظارت دی، چې د مفتشینو له خوا په دې ربعه کې یاد نظارت ترسره شوی دی.
۳ـ ربعوار او کلني راپورونه، چې د ولایتونو له محاکمو څخه راټول شوي؛ د قضائي مفتشینو له‌خوا د عادي څېړنو پر مهال وڅېړل شول، تفاوتونه او علتونه يې تشخیص او اړوندو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.
۴ـ په دې ربعه کې قضائي پلټونکو د محاکمو د عادي څېړنو پر مهال یو شمېر قضائي، اداري او خدمتي مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې؛ تر څو پر اسلامي امارت او محاکمو د خلکو باور لا زیات شي، مسؤولینو ته جدي او لازم هدایتونه وشول، تر څو د خلکو شکایتونو ته د اصولو سره سم او پر وخت رسېدنه وکړي.
۵ـ په دې ربعه کې (۱۹۵) اقتضائي عريضې ثبت شوې؛ له دې جملې څخه (۱۳۰) عريضې څېړل شوې او پاتې تر اجراآتو لاندې دي.
۶ـ د ولایتونو محاکمو او محبسونو د عادي اجراآتو د څېړنې پر مهال د خوست، بلخ، لغمان او فراه ولایتونو د زندانونو څېړنه شوې، د محبوسینو نظرونه او غوښتنې ثبت، ورته د رسېدنې په موخه د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو او نورو اړوندو مراجعو سره شریک شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل (۱۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۱۷/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه شاوخوا لس کاله مخکې د. . .

بیا په خبرونو کی