د سترې محکمې د جنوب‌ لويدېځ زون قضائي مرستیال زابل ولايت ته سفر وکړ

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۵۹
د سترې محکمې د جنوب‌ لويدېځ زون قضائي مرستیال زابل ولايت ته سفر وکړ

د سترې محکمې د جنوب‌ لويدېځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب؛ په ۱۴۴۷/۱۱/۴ هـ ق د خپلو کاري سفرونو په لړ کې زابل ولایت ته یو ورځنی سفر وکړ.
د ليدنې په پیل کې قضائي مرستيال د زابل ولایت مرافعه محکمې له رئیس محترم مفتي عبدالجلیل (سفیان)، د ښاري ابتدائیه محکمې له رئیس مولوي موسی کلیم (برهاني)، قضائي غړو او اداري کارکوونکو سره غونډه وکړه.
 غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې محترم قضائي مرستیال د ګډونوالو د حال پوښتنه وکړه او د محاکمو د کاري وضعیت، ستونزو او لاسته راوړنو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.
 نوموړي ګډونوالو ته وینا وکړه او ټینګار یې وکړ، چې قضاء د پیغمبرانو سپېڅلی مسلک دی او د امانت په توګه ورپاتې ده، ټولې فیصلې باید د حق او عدالت پر بنسټ ترسره شي، په قضائي چارو کې باید له هر ډول شخصي تمایل او طرفدارۍ څخه ډډه وشي او پرېکړې یوازې د شریعت او نافذه اصولو مطابق ترسره شي.
دغه راز قضائي مرستيال څرګنده کړه، چې محاکم د عدالت د تامین بنسټیز ارګانونه دي، نو اړینه ده چې کارونه په منظم ډول تنظیم او پر وخت ترسره شي، څو د خلکو ستونزې پر وخت حل او عریضې يې له ځنډ پرته وڅېړل شي.
محترم شيخ نورالله منیر صاحب د خلکو غوښتنې او ستونزې واورېدې او زیاته يې کړه چې جنوب لويدېځ زون ټولو اړونده ولایتونو ته به سفرونه ترسره کړو او د محاکمو چارې به له نږدې وڅارو.
د مرافعه محکمې رئیس د ټولو په استازیتوب خبرې وکړې، د قضائي مرستیال صاحب له راتګ څخه یې مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د مشرتابه د لارښوونو په رڼا کې قضائي چارې په ښه ډول مخته روانې دي.
د لیدنو په دوام قضائي مرستيال د یاد ولایت له والي محترم الحاج شېرمحمد (شریف) سره لیدنه وکړه؛ والي صاحب د نوموړي له سفر څخه خوښي څرګنده کړه وویل، د محاکمو له فعالیتونو څخه ډېر خوشحال يو، د محاکمو، ولایت مقام، قوماندانۍ او نورو امارتي ادارو ترمنځ همغږي د ولس د ستونزو د حل لپاره اړینه ده.
 لیدنه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د مرستيال په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې د مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو آمرینو، د ۲۲ ناحیو رئیسانو او د کابل ښاروالۍ د یو شمېر نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۴
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو په ګډون، د يو شمېر موضوعاتو او د مرافعه طلبۍ د نوې مودې په اساس د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۱۴۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۲۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۴۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۲۱). . .

بیا په خبرونو کی