په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه کاله او شپږـ شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې په دې پرېکړې یادو کسانو قناعت درلود.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې رئيس مفتي عبدالله (فرقاني)؛ قضائي غړو، د نورو امارتي ادارو مسؤولينو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې د مدني دېوان رئيس مولوي عبدالصمد (فیاض) او نورو مسؤولينو د شرعي قانون د تنفیذ په اړه خبرې وکړې وویل، اسلام داسې دین دی چې په هغه کې د مسلمانانو مال او ځان خوندي وي، که هر چا د مسلمانانو مال او ځان ته زیان ورساوه، د شریعت په چوکاټ کې به خپله سزا ویني.
غونډه د مرافعه محکمې د رئيس لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د سترې محکمې دارالانشاء عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې دارالانشاء عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېیمه ربعه کې لاندې عمده فعالیتونه ترسره کړي دي:

دارالانشاء عمومي ریاست په درېیمه ربعه کې د محاکمو د تبدیلۍ په برخه کې (۵۰۱). . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۱۲
Background image

د کندهار ولايت ژړۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د کندهار ولايت ژړۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د رئيس محترم مفتي عبدالقیوم (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپین‌ږيرو په منځګړيتوب، د قتل رامنځته شوې موضوع په ۲۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۱۱
Background image

د پکتيا ولايت د وزي ځدراڼ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتيا ولايت د وزي ځدراڼ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږيرو په منځګړیتوب، په ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه.
په یاده موضوع کې دواړه. . .

بیا په خبرونو کی