د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۰۵۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۱۵
د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۰۵۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۰۵۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په جزائي برخه کې:
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۴۶۵) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۴۳) دوسیې فیصله شوې، (۷۰) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۲ـ په حقوقي برخه کې:
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۳۸) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۵۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۶) دوسیې فیصله شوې،(۲۶) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۳ـ په تجارتي برخه کې:
 د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۱۸۳) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۴۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۳۰) دوسیې فیصله شوې، (۴۳) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په خوست ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت علشېرو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته له کوره د تېښتې په جرم؛ نن چهارشنبې ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فايز فیروزکوهي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس او د دېوانونو رئیسانو په ګډون، په ۲۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه اداري غونډه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۹
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د ولسوالیو د حقوقو له مدیرانو سره وکتل

د بلخ ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج شیخ غلام‌الله (عادل)، د جزا دېوان رئیس محترم مولوي عبدالرؤف (زهیر)، د تحریراتو رئیس (انانسر)، په ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولایت د ټولو. . .

بیا په خبرونو کی