د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې د تحریراتو د نوي رئیس محترم مفتي عبدالواحد حقاني معرفت غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۴:۴۵
د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې د تحریراتو د نوي رئیس محترم مفتي عبدالواحد حقاني معرفت غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې د تحریراتو نوی رئیس محترم مفتي عبدالواحد (حقاني) نن دوشنبه (۱۳ /۹ /۱۴۴۷هـ ق) په یوه غونډه کې د یاد ولایت د محاکمو مسؤولینو او منسوبینو ته معرفي او رسماً یې چارې پیل کړې.
په دې غونډه کې چې د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، د ننګرهار د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي)، د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس محترم مولوي عبدالرحیم (راشد)، د ننګرهار ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد (رباني)، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو ټولو قضائي او اداري غړو ګډون درلود.
غونډې ته د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس مولوي عبدالرحیم (راشد) وینا وکړه وویل، د الله تعالی امر دی چې امانتونه اهل کسانو ته وسپارئ.
دغه راز نوموړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث شریف بیان کړ چې هر څوک راعي دی او ټول د خپل رعیت په برخه کې مسؤولیت لري، بناءً موږ ټول باید ځان د الله جل جلاله او ولس پر وړاندې مسؤول وګڼو؛ د راسپارل شوي مسؤولیت د ښه ترسره کولو لپاره شپه ورځ هڅې وکړو.
محترم مولوي راشد زیاته کړه، د یسار له زوی معقل رضي الله عنه څخه روایت شوی دی، نوموړي وایي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې ویل به یې:" داسې یو څوک نشته چې الله تعالی یې په ولس وګماري، په کومه ورځ چې مړ کېږي په داسې حال کې ومري چې له خپل رعیت سره یې خیانت کړې وي، مګر الله تعالی به په هغه جنت حرام کړي"
د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس د خپلې وینا په وروستیو کې حاضرینو ته د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې د تحریراتو د نوي رئیس د مقررۍ فورم ولوست او نوموړي ته یې په ورسپارل شوې دنده کې د موفقیت دعاء وکړه.
ورپسې د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) خبرې وکړې، په مرافعه محکمې یې د تحریراتو د رئیس پر مهمو مسؤولیتونو رڼا واچوله وویل، په هر ولایت کې د مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس د مراجعینو او محاکمو ترمنځ د همغږۍ او اصولي اړیکو اساسي مرجع ده، بناء دغه مسؤولیت ډېر مهم او د ښه ترسره کولو لپاره یې ډېرو هڅو ته اړتیا ده.
نوموړي د مرافعه محکمې د مخکني رئیس د خدمت مننه وکړه او نوي رئیس ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
ناسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی مفتي عبدالواحد (حقاني) چې له دې مخکې یې د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو ریاست اړوند د بهرنیو اړیکو د آمر په حیث دنده پرمخ وړله، چې د سترې محکمې د محترم عالي مقام په وړاندیز او ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ په اساس د ننګرهار مرافعه محکمې د تحریراتو د رئیس په حیث ټاکل شوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۲۲
Background image

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د اداري چارو د لا ښه تنظیم او مؤثریت په موخه، د (۱۴۰۵) مالي کال لپاره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۵۳
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جنوب لوېديځ زون اړوند هلمند ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) او د سترې محکمې عالي مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي ریاست رئیس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ يو هيئت؛ چې مفتي محمد اسلام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار ولايت پنجوايي ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو (۷۰) کلنه شخړه حل شوه

د کندهار ولايت پنجوايي ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د دوو کلیو ترمنځ د ویالې په سر (۷۰) کاله مخکې رامنځته شوې شخړه او جنجال، په. . .

بیا په خبرونو کی