د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه
د هلمند ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو او د تحریراتو آمر په ګډون، په ۲۱/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس د غونډې اجنډا وړاندې کړه.
د غونډې په دوام د جزا او عامه امنيت دېوانونو ته پر راغلې استهداء بحث وشو او له بحث وروسته د یادې استهداء ځواب وویل شو.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې رئيس د چارو د ښهوالي او چټکتیا په موخه ګډونوالو ته لازم هدایات وکړل.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
