د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون قضائي مرستيال په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۳:۵۹
د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون قضائي مرستيال په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون قضائي مرستيال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب په مشرۍ؛ د جنوب غرب زون د تميز عالي ریاست رئيس محترم مفتي شرف‌الدين (ياسيني)، د جنوب غرب زون قضائي تفتیش او قضائي زده کړو ریاستونو غړو، د یاد زون د تميز عالي ریاست د دېوانونو رئيسانو او قضائي غړو، د محافظتي قطعې استازي او يو شمېر نورو اداري مسؤولينو په ګډون، په ۲۹/ ۷ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې قضائي مرستيال محترم شیخ نور الله (منير) صاحب ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او په یو شمېر اړوند قضائي او اداري موضوعاتو یې بحث او خبرې وکړې.
نوموړي وویل، دلته ټول کارکوونکي هغه که قضائي، اداري، خدمتي او یا هم محافظتي وي، باید ټول د تل په څېر په خپل وخت رسمیاتو او کارونو ته ځانونه حاضر کړئ، تر څو مو د مراجعینو ستونزو او موضوعاتو ته پر وخت رسېدنه کړې وي او هم مو خپل مسؤولیتونه په ښه ډول ادا کړي وي.
محترم شيخ صاحب همدا راز د دعوت او ارشاد اړوند زیاته کړه، دا برخه امارتي ادارو کې د شرعي اصلاح راوستلو په موخه فعالیتونه کوي؛ نو باید ټول دې برخه کې همکار پاتې شو او هغه کوم قوانین او اصول چې د همدې دعوت او ارشاد اړوند دي، باید پر ځای او عملي شي.
د غونډې په دوام ګډونوالو په خپل نوبت سره دې ته ورته اړین قضائي او اداري موضوعات له محترم شیخ صاحب سره شریک کړل او تر څنګ یې یادو موضوعاتو ته د رسېدنې په موخه خپل نظرونه هم وړاندې کړل.
قضائي مرستيال د ګډونوالو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ.
غونډه د دعاء په ويلو سره پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده چې د قضائي او اداري چارو د لا ښه تنظيم، د اړوندو مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا، د مراجعینو ستونزو ته پر وخت رسېدنې او عادلانه حل او د شرعي اصولو د تطبيق په موخه وخت پر وخت منظمې اداري غونډې کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۸
Background image

د زابل ولايت سيوري ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولايت سيوري ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په ډېرو هڅو؛ د مصلحينو په منځګړيتوب، په ۵/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د  قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع د سيوري ولسوالۍ اړوند د (ګورجي). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت اوو آمریتونو په دوو اونیو کې (۱۲۹۹) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت اوو آمریتونو په دوو اونیو کې له (۱۶/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق) نېټې پورې (۱۲۹۹) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي؛ چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۱۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د نورستان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یو مؤظف پلاوي د محترم مولوي عبدالله (ذکي) په مشرۍ؛ چې مولوي عبدالولي (مصباح) او مولوي مطیع الحق (اصف) يې غړيتوب درلود، د. . .

بیا په خبرونو کی