د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل دوه موضوعات حل او فصل شول

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۴۲
د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل دوه موضوعات حل او فصل شول

د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين ږېرو په منځګړيتوب، د ترافيکي پېښو له امله رامنځته شوې د قتل دوه موضوعات، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادی الآخرة میاشتې په ۲مه او ۱۵ مه نېټه حل او فصل شول.
یادې ترافيکي پېښې د مازدا، پاسو، ټيلر او بابوجي موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې وي، چې دوه نفره پکې په شهادت رسېدلي وو.
یاد موضوعات ابتدائيه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شول.
ورپسې د ابتدائيه محکمې رئیس مفتي عزيزالله (افغان) طرفينو ته د سولې ترغيب ورکړ او د قاتلینو لخوا د مقتولینو وارثينو ته يوه اندازه ديت ورکولو وروسته يې ورته بخښنه وکړه او دواړه موضوعات رسماً پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۶
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د درېیو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل هيئت، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۱۵مه، ۱۶مه او ۱۷مه نېټه د دغه ولايت د مهمندرې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۳
Background image

د زابل ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شیخ غلام حضرت ابوالمنذر (زاهدي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو د قاضي صاحبانو او قضائي غړو په ګډون، په ۲۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه. . .

بیا په خبرونو کی