د هرات ولایت حقوقو آمريت په یوه میاشت کې (۵۶۳۷) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۱:۲۵
د هرات ولایت حقوقو آمريت په یوه میاشت کې (۵۶۳۷) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولايت د حقوقو آمريت په یوه میاشت کې له (۱ /۳/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/  ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۵۶۳۷) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د هرات ولايت د حقوقو آمريت په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۵۳۶۰) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۱۲۹۶) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۱۰۲۵) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۶۵۴) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۲۳۸۵) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض پاڼې تر کار لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د هرات ولايت د حقوقو آمريت په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۲۱۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۶۳) دوسيې تطبيق شوې، (۶۲) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۳۹)  دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۱۳) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د روزګان ولایت دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړيتوب، په ۱۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

بیا په خبرونو کی