د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت د ناوې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۸
د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت د ناوې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د هلمند ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر)؛ د مرافعه محکمې جزا دېوان رئیس الحاج مولوي اغا محمد (انقیادي)، د حقوقو او تحریراتو آمرينو او د امنیتي قطعې مرستیال په ملتيا، په ۹/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د ناوې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه محکمې رئيس د یادې محکمې له رئيس، قضائي غړو، د حقوقو مدیر او امنيتي قطعې له منسوبینو سره ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د عمومي وضعیت، همکارۍ او نورو اړوند مسایلو په تړاو خبرې وشوې.
د لیدنې په دوام د مرافعه محکمې عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي له عامو وګړو سره تر ناستې وروسته د ابتدائیه محکمې، حقوقو مدیریت او اړوند څانګو قضائي او ادارې چارې وکتلې، ارزونه یې وکړه او له مسؤولینو سره یې د بېلابېلو اړوند موضوعاتو په تړاو خبرې وکړې.
د مرافعه محکمې رئيس د یادې ولسوالۍ د خلکو ستونزې له مسؤولينو سره شریکې کړې او هغوی ته یې د کارونو د لا ښه سمون، پیاوړتیا او چټکتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د روزګان ولایت دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړيتوب، په ۱۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

بیا په خبرونو کی