د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د دهراود ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۳:۴۸
د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د دهراود ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ سخیداد (ابوالتقي) د مرافعه محکمې د دعوت او ارشاد آمر مولوي محمد (رهنما) او د یاد ریاست اجرائيه مدير محب الله (نظري) په ملتيا، په ۱۴۴۶/۱۱/۱ هـ ق نېټه د ياد ولایت د دهراود ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.

په پيل کې د مرافعه محکمې عمومي رئیس ټولو قضائي او اداري مسؤولینو او منسوبینو ته وينا وکړه وویل، محاکم یو مستقل ارګان دی، هېڅوک حق نه لري، چې په قضائي چارو کې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول لاسوهنه وکړي.

هغه قضائي غړو ته په خطاب کې وویل، ټولې قضائي کړنې د اسلامي شریعت پر بنسټ ترسره کړئ، ټول هغه قوانین او شکلي اجراآت چې د شریعت سره مخالف وي، باید په جدي توګه ترې مخنیوی وشي، دوسیې باید په خلص توګه ترتیب شي او د غیر ضروري استعلامو مخه د ونيول شي، استفتاء او فتوی باید په رسمي ډول ترسره شي.

ورپسې د قضائي پرسونل اجراآت و ارزول شول او د وثایقو، صادره او وراده، اندراج او رسیدات کتابونه هم په بشپړه توګه وکتل شول او په تړاو يې اړينې لارښوونې وشوې.

په پای کې د يادې محکمې قضائي او اداري پرسونل خپلې غوښتنې شريکې کړې او ژمنه يې وکړه چې ټولې سپارښتنې او لارښوونې به عملي کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۲۸
Background image

د سترې محکمې د محترم رئیس او قاضي‌القضات په هدایت  له زندانونو څخه (٧٥٢١) بندیان خوشي یا د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې عالي مقام په هدایت د ملک له زندانونو څخه د یوه مؤظف پلاوي تر لیدنو او نظارت وروسته، (٣٢٠٤) مستحقو زندانیانو ته عفوه وشوه او (٤٣١٧) نورو ته چې د تخفیف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۱۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۵۸۸) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۷) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له۱/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۵۸۰) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۷). . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اړوند مجاهدینو لپاره د معسکر د اوومې دورې افتتاحیه ناسته وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د حضرت خالد بن ولید (رضي الله عنه) د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د نظامي زده کړو د اوومې دورې افتتاحیه ناسته، د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادی. . .

بیا په خبرونو کی