د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۲۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۱۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۱:۳۴
د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۲۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۱۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۸/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۲۹/ ۸/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۳۲۵) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۱۸) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په يوه مياشت کې د (۵۰) حقوقي دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۰) دوسیې فیصله شوې، (۲۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په يوه مياشت کې د (۷۵) جزائي دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۰) دوسیې فیصله شوې، (۲۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د کونړ ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۱۸) وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

د لغمان ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د عدليې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاستونو له رئيسانو سره وکتل

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالکریم (حقاني)؛ په ۱۰/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په خپل کاري دفتر کې د یاد ولايت د عدلیې ریاست رئیس مولوي عبدالستار (حماس)، د غصب شويو ځمکو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د کندهار، فاریاب او کونړ ولایتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۱۸۸۳) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کندهار، فاریاب او کونړ ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې له (۱/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۸/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۱۸۸۳) عرض‌پاڼو او دوسيو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ولايت محاکمو په يوه میاشت کې (۳۲۳۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۲۵۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کابل ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائيه محکمې، د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو او د وثايقو آمريتونو په یوه میاشت کې (له ۱/ ۸/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه ۲۹ /۸ / ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۳۲۳۹) دوسيو. . .

بیا په خبرونو کی