د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس خوست ولایت ته د سفر پر مهال د (۷) جزائي دوسیو په اړه وروستۍ څېړنې بشپړې کړې

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۵:۱۴
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس خوست ولایت ته د سفر پر مهال د (۷) جزائي دوسیو په اړه وروستۍ څېړنې بشپړې کړې

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت، په ۴/شعبان المعظم/۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یو شمېر مهمو جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو د بشپړولو په موخه خوست ولایت ته سفر وکړ.

د جزاء دېوان عمومي رئیس چې مفتي عبدالحی شاکر او مفتي فضل الرحمن (قاسمي) یې ملتیا کوله خوست ولایت ته د دغه سفر پر مهال یاد ولایت کې د (۷) جزائي دوسیو په اړه وروستۍ څېړنې بشپړې کړې.

محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د یاد سفر پر مهال د خوست ولایت د مرافعه محکمې له رئیس او اړوند قضائي غړو سره وکتل، د جزائي موضوعاتو د حل او فصل په موخه یې تر تفصیلي خبرو وروسته ورته لازم هدایات وکړل.

دغه راز د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي په یاد سفر کې د جزائي دوسیو له جانبینو سره هم وکتل او له هغوی یې د دوسیو په اړه وروستي بشپړ تحقیقات وکړل.

په دې سربېره محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د خوست له والي محترم مولوي عبدالقیوم (روحاني) سره کتنه کې د امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پر تقویه او نورو اړوند مهمو موضوعاتو تفصیلي خبرې وکړې.

د سترې محکمې دغه قضائي پلاوي د یادو لیدنو علاوه د خوست ولایت علي شېر ولسوالۍ ته سفر وکړ، په یاده ولسوالۍ کې یې د تېرې امنیتي پېښې ځای له نږدې ولید او د قربانیانو له کورنۍ سره یې وکتل، دوی ته یې پر تسلیت سربېره ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت محاکم به د دې پېښې عاملین د شریعت مطابق مجازات کړي.

دغه راز د جزا دېوان رئیس امنیتي مسؤولینو ته سپارښتنه وکړه چې د یادې پېښې جدي پلټنه وکړي، ټول عاملین یې پیدا او دوسیې یې د شرعي پرېکړو په موخه اړوند محکمې ته راجع کړي.

د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) له دې مخکې هم د جزائي دوسیو په اړه د وروستیو تحقیقاتو بشپړولو په موخه پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته سفرونه کړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی