د قضائي تفتيش عمومي ریاست مفتشينو د پکتيکا ولايت له محاکمو او زندان څخه ليدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۲:۶
د قضائي تفتيش عمومي ریاست مفتشينو د پکتيکا ولايت له محاکمو او زندان څخه ليدنه وکړه

د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي ریاست قضائي مفتشينو مولوي حبیب الله (حبیب)، مولوي رحمان الدین (حقاني) او مولوي بخت الله (مدني) د خپل کلني پلان له مخې په  ۹ /۶ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه پکتیکا ولایت ته د عادي پلټنې په موخه سفر وکړ.
په دې سفر کې ياد پلاوي د محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو د څېړلو، د بنديانو د احوال معلومولو په موخه د یاد ولایت له مرافعه، نظامي، اختصاصي، ښاري او د (۲۴) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو او مرکزي محبس څخه لیدنه وکړه. 
د ليدنې په پيل کې ياد پلاوي د مرکزي زندان له بندیانو سره وکتل، د هغوی د موضوعاتو پلټنه يې وکړه او د هغوی غوښتنې يې له ارزولو وروسته له اړوند محاکمو سره شریکې کړې. 
دغه راز قضائي پلاوي د محاکمو کلني اجراآت، اداري کتابونه، د صادره فیصلو نمونې په دقت وکتلې، د هغوی مثبت جهتونه یې وستایل او د منفي اړخونو په اړه يې ورسره لازمې لارښوونې شریکې کړې.
د ليدنې په پای کې یاد پلاوي د مرافعه محکمې له رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) سره معلوماتي او مشورتي مجلس ترسره کړ او د ولایت د محاکمو پر لا پیاوړتیا ګټورې خبرې وشوې.
د قضائي تفتيش عمومي ریاست مفتشينو ياد سفر د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د جمادی الآخره مياشتې په ۲۴مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی