د پکتیا ولایت مرافعه محکمې د مسؤولينو په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ دښمني چې (۲۵) کاله مخکې رامنځته شوې وه په دوستۍ بدله شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۲:۳
د پکتیا ولایت مرافعه محکمې د مسؤولينو په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ دښمني چې (۲۵) کاله مخکې رامنځته شوې وه په دوستۍ بدله شوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبیدالله (خالد) او د احمدآباد ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رئیس مولوي عبدالرحمن (ذاهد) په ډېرو هڅو او نېکو سپارښتنو په ۳ /۶ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه د دووکورنیو ترمنځ د قتل پر سر دښمني چې (۲۵) کاله مخکې رامنځته شوې وه حل او فصل شوه.
د قتل یاده موضوع د احمدآباد ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په پوره غور او دقت وڅېړل شوه؛ د مرافعه محکمې رئيس او مسؤولينو د قضيې دواړه لوري سولې ته وهڅول، چې په پايله کې د مقتول کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه او ترمنځ یې (۲۵) کلنه دښمني رسماً پای ته ورسېده؛ د احمدآباد ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په دې اړه قضائي قرار صادر کړ.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

بیا په خبرونو کی