د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه
د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالکریم (حقاني) د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې له ۱۵مې څخه تر ۱۸مې نېټې د یاد ولایت د علینګار، علیشنګ، قرغهيي، بادپښ او دولت شاه ولسوالیو پر ابتدائیه محاکمو سربېره د ښاري محکمې د دېوانونو او د یاد ولايت له زندان څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د مرافعه محکمې رئیس د یادو محاکمو مسؤولينو ته په خبرو کې وويل، دوسیې باید په خپل وخت سره حل او فصل شي، په ځانګړې توګه جزائي موضوعات باید ونه ځنډېږي، ترڅو هغه کسان چې بې ګناه دي، په بند کې پاتې نه شي او د زندانیانو برخلیک په خپل ټاکل شوي وخت معلوم شي.
دغه راز د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه، د بندیانو حال یې واخيست، ستونزې او غوښتنې يې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د دوی اصولي غوښتنو ته به رسېدنه کېږي.
له زندان څخه د مرافعه محکمې د رئيس د ليدنې عمده موخه دا وه چې د زندانیانو وضعیت له نږدې وګوري او د دوی د برخلیک پوښتنه وکړي.