د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۴:۱
د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه

د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئيس محترم مولوي محمدایوب (قلم) چې د یاد ولایت د مقام استازي محمد زبیر (سپېڅلي)، اداري او تأمیناتي آمر مولوي حقیار، د امنیه قوماندانۍ، املاکو مدیریت، تعمیراتو او د ښاروالۍ استازو یې ملتیا کوله، په ۲۱ /۵ /۱۴۴۶هـ ق نېټه د خاص کونړ ولسوالۍ د ملکیت د انتقال په اړه د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د (۵۵۸۷) ګڼې، ۲۰/۱۱/۱۴۴۵هـ ق نېټې حکم د پلي کولو په موخه یادې ولسوالۍ ته سفر وکړ.
د خاص کونړ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې لپاره ټاکل شوې سیمه له ارزونې وروسته (2.81) جرېبه تثبیت او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د یاد حکم په اساس د مسؤولينو په شتون کې د محکمې لپاره تسلیم شوه.
دغه راز د مرافعه محکمې رئیس ‎د اړوند برخو مسؤولینو ته د یادې ځمکې د انتقال بهیر په تړاو چې په انتقالي فورمونو ترسره کېږي، د قانوني او اصولي اجراآتو د کولو هدایت وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی