د فارياب ولایت د حقوقو آمريت په یوه میاشت کې (۶۲۷) دوسيو او عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده
د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د فارياب ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې له (۱/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۳۰/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۶۲۷) دوسيو او عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرضپاڼو په برخه کې:
د فارياب ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۵۹۸) عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۱۴۶) عرضپاڼې د مصالحې له لارې حل او فصل شوې، (۲۱۶) عرضپاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۷) عرضپاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۲۲۹) عرضپاڼې حفظ شوې او پاتې عرضپاڼې تر اجراآتو لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د فارياب ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۲۴) دوسيې تطبيق شوې، (۱) دوسيه محاکمو ته لېږل شوې، (۳) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱) دوسيه حفظ شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.