په ننګرهار ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۱:۲۸
په ننګرهار ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت د کوز کونړ ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته په ۱/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه له کوره د تېښتې په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاده مجرمه پر ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکومه کړې وه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د ولسوالۍ مرستيال، د استخباراتو مدیریت مرستيال، مجاهدينو، جنایي آمر، علماء کرامو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې علماء کرامو د حدودو او تعزیراتو پر ارزښت هر اړخيزې ویناوې وکړې.
غونډه د تعزیري سزا له تطبيق وروسته د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی