خوست ولایت کې اتو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۴:۲۱
خوست ولایت کې اتو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د عامه امنيت دېوان د پرېکړې په اساس اتو کسانو ته د رشوت، جعلکارۍ او فریبکارۍ په جرمونو؛ نن پنجشنبه (۱۴/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

ابتدائيه محکمې د یادو کسانو له ډلې شپږ مجرمين پر یوه ـ یوه کال تنفیذي بند او ۳۵ ـ ۳۵ دُرو تعزیري سزا، اووم مجرم پر دوه کاله تنفیذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا او وروستی مجرم پر یوه کال تنفیذي بند او ۳۵ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.

د تعزیري سزا د تطبيق په موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي محمد (مدني)، د ښاري ابتدائيه محکمې رئیس مولوي نقیب الله (ذاکر)، قضائي او نظامي منسوبینو او عام هېوادوالو ګډون درلود.
یاد حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تائید وروسته پر مجرمينو تطبیق شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی