د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې د (۲۴۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۴۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۱:۱
د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې د (۲۴۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۴۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائيه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې د ۱/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې څخه ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۲۴۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۴۹) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.

په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۹۱) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۵) دوسیې فیصله شوې، (۶۵) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۶۴) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۸) دوسیې فیصله شوې، (۳) مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

په تجارتي برخه کې:
 د (۱) دوسيې په اړه قضائي قرار صادر شوی، (۲) دوسيې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

د وثيقو برخه کې:
د ميدان وردګ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۴۹) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی