د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس غزني ولایت ته د سفر پر مهال شپږ مهمې جزائي دوسیې حل او فصل کړې

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۷:۲۳
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس غزني ولایت ته د سفر پر مهال شپږ مهمې جزائي دوسیې حل او فصل کړې

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) چې محترم مفتي عبدالحی (شاکر) او محترم مفتي فضل الرحمن (قاسمي) یې ملتیا کوله، د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت په ۲۶/۳/۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یو شمېر مهمو جزائي دوسیو د نهايي کولو په موخه غزني ولایت ته سفر وکړ.
د جزاء دېوان عمومي رئیس غزني ولایت ته د دغه دوه ورځني سفر پر مهال یاد ولایت کې شپږ مهمې جزائي دوسیې چې درې د قتل دوسیې هم په کې شاملې وې حل او فصل کړې.
محترم مفتي عتیق الله (دروېش) په یاد سفر کې د غزني ولایت د مرافعه او نورو اړوند محاکمو له قضائي غړو سره وکتل؛ د جزائي موضوعاتو د حل او فصل په موخه یې ورسره تفصیلي خبرې وکړې.
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د غزني ولایت د محاکمو قضائي غړو ته د جزائي دوسیو د حل او فصل په موخه لازم هدایات وکړل وویل، محاکم د اسلامي نظام له ډېرو مهمو ارګانونو څخه دي، چې مهم مسؤولیت یې د عدالت تامین، د مظلوم غږ اورېدل، مجرمینو ته د شرعي اصولو مطابق سزا ورکول او حق حقدار ته سپارل دي.
محترم مفتي دروېش صاحب زیاته کړه، محاکم په خپلو پرېکړو کې کاملاً خپلواک دي؛ بناءً د محاکمو مسؤولین باید د شریعت مطابق فیصلې وکړي او د هېچا تر مستقیم یا غیر مستقیم فشار لاندې رانشي.
دغه راز د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د یاد سفر پر مهال د جزائي دوسیو له جانبینو سره وکتل او له هغوی یې د دوسیو په اړه بشپړ تحقیقات وکړل.
د یادونې وړ ده چې له دې شپږو قضيو څخه يوه جزائي قضيه په ۱۳۸۴ هـ ش کال کې رامنځته شوې وه؛ چې اوس د ياد پلاوي لخوا طرفين سولې ته ترغيب شول او د دوی ترمنځ شاوخوا شل کلنه دښمني يې د سولې له طریقه حل او پای ته ورسوله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۷:۲۳
Background image

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس غزني ولایت ته د سفر پر مهال شپږ مهمې جزائي دوسیې حل او فصل کړې

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) چې محترم مفتي عبدالحی (شاکر) او محترم مفتي فضل الرحمن (قاسمي) یې ملتیا کوله، د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۷:۴
Background image

لغمان ولايت کې يوه مجرم او دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د لغمان ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې په اساس يوه کس ته د اخلاقي فساد په جرم او دوو نورو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو، نن دوشنبې ۲۷/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېته په عام محضر کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۴:۲۲
Background image

د پکتيا د مرافعه محکمې رئيس د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو له رئيسانو سره ناسته وکړه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په ۵/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د  مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو له رئيسانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د. . .

بیا په خبرونو کی