د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د ختیځ زون ولایتونو ته سفر پیل کړ

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۰:۰
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د ختیځ زون ولایتونو ته سفر پیل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي عبدالعزیز (میوندي) د یوه پلاوي په مشرۍ یکشنبې (۵/۳/۱۴۴۶ هـ ق) نېټه د هېواد ختیځ زون څلورو (کونړ، نورستان، لغمان او ننګرهار) ولایتونو ته د مرافعه محاکمو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو د ټاکلو په موخه سفر پیل کړ.
د دعوت او ارشاد رئیس او ورسره مل پلاوی به یادو ولایتونو ته د سفر پر مهال د مرافعه محاکمو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو د ټاکلو په موخه له لسګونه دیني علماء کرامو ازموینه واخلي او د ازموینو د پایلو پر اساس به یادو بستونو ته وړ او مسلکي کسان وګوماري.
په دې سربېره به د دعوت او ارشاد ریاست دغه پلاوی د یادو ولایتونو د مرافعه محاکمو له قضائي او ادارو غړو سره اصلاحي ناستې وکړې او د یادو محاکمو کارکوونکو ته به اصلاحي ویناوې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي له دې مخکې د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي او د مرافعه محاکمو لپاره د دعوت او ارشاد د آمرینو د ټاکلو په موخه یې له لسګونو دیني علماء کرامو څخه ازموینه اخیستې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د مرستيال په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې د مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو آمرینو، د ۲۲ ناحیو رئیسانو او د کابل ښاروالۍ د یو شمېر نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۴
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو په ګډون، د يو شمېر موضوعاتو او د مرافعه طلبۍ د نوې مودې په اساس د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵). . .

بیا په خبرونو کی