د فراه د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ د لا تقویې په موخه غونډه وشوه
د فراه ولایت د مرافعه محکمې د رئیس الحاج مولوي محمد ګل (صیاد) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس الحاج مولوي عبیدالله عالمګیر، د جنائي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر الحاج مولوي خدایداد عاصم، د امنیت آمر مولوي محمد نسیم جهادوال، د ټولو حوزو قومندانانو، د حوزو د جنائي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیرانو او د جنائي مدیریت د منسوبينو په ګډون په ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د همغږۍ د لا تقويې په موخه غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې د مرافعه محکمې رئیس ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل، اطاعت د اسلامي نظام د ثبات او استحکام لپاره اړین دی او دې برخې ته باید جدي توجه وشي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، مشوره په اسلامي نظام کې پوره اهمیت لري، په دې اړه ډېر آياتونه او بې شمېره احادیث شته؛ نبي کریم (صلیالله علیه وسلم) ته به چې په کومو چارو کې وحیې نه وه راغلې نو له خپلو اصحاب کرامو (رضي الله عنهم) سره به یې مشوره کوله.
د مرافعه محکمې رئيس د امنیتي او قضائي ارګانونو ترمنځ په پوره همغږۍ ټينګار وکړ.
د غونډې په وروستيو کې د الحاج مولوي عبیدالله (عالمګیر) د بندیانو د چارو د سمون اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) فرمان ټولو ګډونوالو ته ولوست او د فرمان هره ماده يې په تفصيل سره تشرېح کړه.
غونډه د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.