د فراه د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ د لا تقویې په موخه غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۳:۳۶
د فراه د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ د لا تقویې په موخه غونډه وشوه

د فراه ولایت د مرافعه محکمې د رئیس الحاج مولوي محمد ګل (صیاد) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس الحاج مولوي عبیدالله عالمګیر، د جنائي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر الحاج مولوي خدایداد عاصم، د امنیت آمر مولوي محمد نسیم جهادوال، د ټولو حوزو قومندانانو، د حوزو د جنائي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیرانو او د جنائي مدیریت د منسوبينو په ګډون په ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د همغږۍ د لا تقويې په موخه غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې د مرافعه محکمې رئیس ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل، اطاعت د اسلامي نظام د ثبات او استحکام لپاره اړین دی او دې برخې ته باید جدي توجه وشي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، مشوره په اسلامي نظام کې پوره اهمیت لري، په دې اړه ډېر آياتونه او بې شمېره احادیث شته؛ نبي کریم (صلی‌الله علیه وسلم) ته به چې په کومو چارو کې وحیې نه وه راغلې ‎نو له خپلو اصحاب کرامو (رضي الله عنهم) سره به یې مشوره کوله.
د مرافعه محکمې رئيس د امنیتي او قضائي ارګانونو ترمنځ په پوره همغږۍ ټينګار وکړ.
د غونډې په وروستيو کې د الحاج مولوي عبیدالله (عالمګیر) د بندیانو د چارو د سمون اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) فرمان ټولو ګډونوالو ته ولوست او د فرمان هره ماده يې په تفصيل سره تشرېح کړه.
غونډه د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۴:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمهٔ مرافعهٔ سمنگان در محکمهٔ ابتدائیۀ شهری آن ولایت جلسۀ اداری تدویر یافت 

تحت ریاست محترم مولوی محی‌الدین (عمری) رئیس محکمهٔ مرافعه، با اشتراک رٶسای دواوین محکمهٔ ابتدائیه شهری، آمریت حقوق، آمریت وثایق کارمندان اداری محکمه و قطعۀ محافظت قضات به تاریخ ۱۸ /۱. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۱:۴۷
Background image

محاکم دايکندی طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۸۰) دوسیه، به تعداد (۸۹) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت دايکندی، دواوين محکمۀ مرافعه، وثايق، محکمۀ ابتدائیه شهرى و محاکم ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ (۱/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق الى ۱۴/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق) در بخش‌هاى حقوقى،. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۱:۳۸
Background image

محاکم هرات طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۶۰۶) دوسیه، به تعداد (۶۳۸) قطعه وثایق را نیز اجرا کرده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت هرات، دواوين محکمۀ مرافعهٔ، وثايق، محکمۀ ابتدائیه شهرى و محاکم ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ (۱/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق الى ۱۵/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق) در بخش هاى حقوقى،. . .

بازگشت به اخبار