د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې د (۲۴۱) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۰۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۶ - ۱۵:۳
د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې د (۲۴۱) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۰۰) وثیقې هم اجرا کړې دي


د ميدان وردګ ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې او د ټولو ولسواليوو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې د ۱/ ۵/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې پوري د (۲۴۱) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۱۰۰) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۶۵) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۲۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۱۴۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۳) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۴۱) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۱۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۰) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ميدان وردګ ولايت محاکمو په يوه مياشت (۱۰۰) بېلا بېل وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی