د زابل د مرافعه محکمې د نوي رئيس د معرفت غونډه ترسره شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۹:۲۹
د زابل د مرافعه محکمې د نوي رئيس د معرفت غونډه ترسره شوه


د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د جمادی الأولی مياشتې په ۱۵مه نېټه د زابل ولایت د مرافعه محکمې محترم رئيس مفتي عبدالجليل (سفیان) د معرفت او پېژندنې غونډه ترسره شوه.
د زابل ولايت د مرافعه محکمې نوی رئیس د زابل ولایت مرافعه محکمې،  ښاري ابتدائیه محکمې ټولو قضائي او اداري کارکوونکو، د ياد ولايت والي او سرپرست امنيه قوماندان په شتون کې د جنوب لوېدېځ زون د تميز عالي مقام د پلاوي له لوري د غونډې ګډونوالو ته معرفي او ور وپېژندل شو.
ياده غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه؛ ورپسې د تميز عالي مقام څخه راغلي پلاوي د غونډې ګډونوالو ته د اطاعت، الهي اوامرو ته د غاړې اېښودلو پر ارزښت تفصيلي خبرې وکړې، د محاکمو او نورو ادارو له مسؤولينو څخه يې غوښتنه وکړه چې د تېر په څېر له نوي رئيس سره هم پوره همکارۍ ته دوام ورکړي.
ياد پلاوي د مرافعه محکمې د پخواني رئيس محترم شيخ مولوي نقيب الله (اخندزاده) د کړنو او فعاليتونو ستاينه وکړه.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د زابل محترم والي د مخکني رئيس خدمت د قدر وړ وباله او نوي رئيس ته يې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
 ياده د معرفت غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی