د زابل د مرافعه محکمې د نوي رئيس د معرفت غونډه ترسره شوه
د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د جمادی الأولی مياشتې په ۱۵مه نېټه د زابل ولایت د مرافعه محکمې محترم رئيس مفتي عبدالجليل (سفیان) د معرفت او پېژندنې غونډه ترسره شوه.
د زابل ولايت د مرافعه محکمې نوی رئیس د زابل ولایت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې ټولو قضائي او اداري کارکوونکو، د ياد ولايت والي او سرپرست امنيه قوماندان په شتون کې د جنوب لوېدېځ زون د تميز عالي مقام د پلاوي له لوري د غونډې ګډونوالو ته معرفي او ور وپېژندل شو.
ياده غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه؛ ورپسې د تميز عالي مقام څخه راغلي پلاوي د غونډې ګډونوالو ته د اطاعت، الهي اوامرو ته د غاړې اېښودلو پر ارزښت تفصيلي خبرې وکړې، د محاکمو او نورو ادارو له مسؤولينو څخه يې غوښتنه وکړه چې د تېر په څېر له نوي رئيس سره هم پوره همکارۍ ته دوام ورکړي.
ياد پلاوي د مرافعه محکمې د پخواني رئيس محترم شيخ مولوي نقيب الله (اخندزاده) د کړنو او فعاليتونو ستاينه وکړه.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د زابل محترم والي د مخکني رئيس خدمت د قدر وړ وباله او نوي رئيس ته يې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
ياده د معرفت غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.
