د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس په دغه ولایت کې د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت کمېسیون له ګډ پلاوي سره وکتل

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۶ - ۹:۷
د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس په دغه ولایت کې د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت کمېسیون له ګډ پلاوي سره وکتل

د چهارشنبې په ورځ (۹/۱/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس مفتي امان الله «منقاد حقاني» د دغه ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت کمېسیون له ګډ پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

ناسته د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې عمومي رئيس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه.

په یاده ناسته کې د مرافعه محکمې عمومي رئيس مفتي امان الله «منقاد حقاني» خبرې وکړې، د اسلامي امارت د نظام پر ټینګښت، د اسلامي امارت د مشرانو پر اطاعت، له بیت المال څخه پردفاع، د امارت «بیت المال» او د ولسونو پر حقوقو  یې رڼا واچوله وویل، د هر چا حقوق باید اصولاً هغوی ته وسپارل شي، د هېچا په حق کې باید ظلم ونشي.

د ناستې په دوام د پکتیا ولایت عدلیې ریاست رئيس مولوي محمدرئيس «محمدي» خبرې وکړې او له محاکمو څخه یې غوښتنه وکړه چې د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت له کمېسیون سره اصولي همکاري وکړي.

دغه راز په یاده ناسته کې د مرافعه محکمې ریاست د ثبت اسناد وثایق او مخزن آمریت آمر مولوي نعمت الله «بختیار» خبرې وکړې، د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت کمېسیون غړو او د ناستې ګډونوالو ته یې د ثبت محفوظ د غوښتلو طرزالعمل شرحه کړ.

ورپسې د ناستې ګډونوالو په نوبت خپلې بېلا، بېلې نظریې وړاندې کړې او خپلې ستونزې یې د محکمې له رئيس سره شریکې کړې.

د مرافعه محکمې رئيس له یادو کسانو سره ژمنه وکړه چې ان شاءالله د پکتیا ولایت مرافعه محکمې ریاست به تل د سترې محکمې له اصولو سره سم په اصولي او قانوني امورو کې له تاسو سره همکار وي.

یاده ناسته د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د کابل ولايت د حقوقو رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کابل ولايت د حقوقو ریاست رئيس محترم مفتي نصيب الله (طیب) په مشرۍ؛ د څلورو زونونو د تطبيق آمرينو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۳/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
یاده غونډه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۸
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر (۱/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۲۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۶
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۵) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۵)  ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ او تابلیت کا)، الکولي مشروباتو، پوډرو، شیشې او چرسو د خرڅلاو او قاچاق. . .

بیا په خبرونو کی