د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه
د پنجشنبې په ورځ (د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په ۱مه نېټه) د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د مسؤولینو ترمنځ اداري غونډه ترسره شوه.
ناسته د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ښاغلي مولوي عبدالکریم (حقاني) د غونډې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د اداري ناستو په اهمیت خبرې وکړې او د اطاعت د اهمیت په باب یې تفصیلې وینا وکړه.
د مرافعه محکمې رئیس د اسلامي امارت د هرې پالیسۍ اطاعت مهمه فریضه یاده کړه وویل، دا چې اسلامي امارت د زیاتو قربانیو په پایله کې حاکمیت ترلاسه کړی؛ بناءً زموږ او ستاسې دا مسؤولیت دی چې د نظام د استحکام او ثبات لپاره له هرې ممکنه لارې وکولای شو چې خپل ملت د اسلامي امارت د فعلي نظام همکارۍ ته دعوت کړو او هر چاته واضحه کړو چې د اسلامي امارت له پالیسیو سرغړونه که په هر نوم وي بغاوت دي او د بغاوت مخه باید ونیول شي او د دنیوي او اخروي اضرارو یې خبر کړو.
په ورته وخت کې ټولو محترمو قضاتو د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئیس ښاغلي مولوي عبدالکریم (حقاني) صاحب ته ډاډ ورکړ چې د خپلې سپېڅلې دندې په ترسره کولو سربېره به د اسلامي نظام د استحکام لپاره کار کوي او خلک به د اطاعت په اهمیت پوهوي.
یاده غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.