د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي رئیس د پنجشېر ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۱۱:۱۷
د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي رئیس د پنجشېر ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي تفتیش عمومي رئیس محترم مفتي محمدابراهیم جان (ابوالحافظ) د محترم مولوي عبدالوارث (سعید)، محترم مولوي عبدالرحمن (مخدوم) او مولوي رحیم الله (عرفان) په ملتیا د1444هـ ق کال د جمادي الاول میاشتې په 26مه نېټه پنجشېر ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنې او ارزونې په موخه سفر وکړ.

محترم مفتي محمدابراهیم جان (ابوالحافظ) او ورسره مل پلاوي د دغه سفر په پیل کې د  پنجشېر د مرافعه محکمې له رئیس سره وکتل، ورپسې یې د خپل کاري پلان له مخې د ياد ولایت د ابتدائیه محاکمو، د ښاري محکمې او د مرافعه محکمې له اړوند دېوانونو څخه جلا، جلا لیدنه وکړه.

د نوموړي پلاوي د تفتیشي بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه ترسره شوه چې د محاکمو د قضائي او اداري کارکوونکو د چلند او مسلکي اړخونو په اړه بشپړ معلومات ترلاسه شول او د چارو د لا بهبود په موخه د محاکمو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.

هیئت د محاکمو اړوند شته ستونزې او لوژستیکي نیمګړتیاوې له ځان سره یاداښت کړل او په لومړي قدم کې یې د ښاري محکمې په دېوانونو کې شته مشکلات د ښاري محکمې له رئیس سره شریک کړل، وروسته یې د ستونزو د هواري، د خنډونو د له منځه وړلو او د نیمګړتیا وو د اکمال په اړه د پنجشېر ولایت د مرافعه  محکمې د ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته ترسره کړه او ټول مشکلات یې په جلا، جلا توګه ورسره شریک کړل.

دغه راز یاد پلاوي د بندیانو د احوالو د څېړلو په موخه د پنجشېر له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه او د یاد زندان اړوند نارینه او ښځینه بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او وړاندیزونه یې له ځان سره نوټ او بیا یې د اړوند محاکمو سره شریک کړل.

په دې سربېره مؤظف پلاوي د یادو محاکمو له برحاله قضاتو څخه ازموینه واخیسته.

د قضائي تفتیش د پلټنې پلاوي د 1444هـ ق کال د جمادی الاول میاشتې په 28مه نېټه خپل سفر په داسې حال کې چې له لاسته راوړنو ډک و پای ته ورساوه او ټول پلټنیز اجراآت یې د بشپړ راپور په بڼه چمتو او د سترې محکمې له محترم مقام سره شریک کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۳۱
Background image

د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل شول

د غزني ولايت ګیلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او مصلحینو په منځګړیتوب، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالقعدة الحرم میاشتې په ۲۱ مه او ۲۳مه نېټه د قتل دوه بېلا بېل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، د ۱۴۴۷هـ ق د ذوالقعدة الحرام مياشتې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۶
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس د پکتيکا ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني)، د یاد زون پکتیکا څانګې د نظامي محکمې د رئیس مفتي عبدالحکیم (حکیمي) په ملتيا، په ٢٥/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د پکتیکا ولایت له. . .

بیا په خبرونو کی