د نورستان ولايت د مرافعه او ښاري محاکمو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۴:۲۵
د نورستان ولايت د مرافعه او ښاري محاکمو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د نورستان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي عبیدالله (سلیم) په مشرۍ؛ د دېوانونو رئيسانو، قاضيانو او د مرافعه او ښاري محاکمو د منسوبينو په ګډون په ۱۴۴۶/۷/۱۴ هـ ق نېټه د همغږۍ ناسته وشوه.
غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د مرافعه محکمې رئيس ګډونوالو ته هر اړخيزه وینا وکړه وويل، حاضرۍ ته بايد پاملرنه وشي، په هره برخه کې دې اصول مراعات شي، قضایاوو او دوسيو ته دې پر وخت رسېدنه وشي.
د غونډې په دوام ګډونوالو او قاضي صاحبانو په خپل وار د موضوعاتو اړوند هر اړخيزې خبرې وکړې.
غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۶
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د درېیو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل هيئت، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۱۵مه، ۱۶مه او ۱۷مه نېټه د دغه ولايت د مهمندرې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۳
Background image

د زابل ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شیخ غلام حضرت ابوالمنذر (زاهدي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو د قاضي صاحبانو او قضائي غړو په ګډون، په ۲۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه. . .

بیا په خبرونو کی