په ننګرهار ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۱:۴۸
په ننګرهار ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د عامه امنيت دېوان د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د شرابو خرڅولو په جرم؛ په ۱۴/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت په عمومي محبس کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې ياد مجرمين پر دوه ـ دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو تطبيق شوه.
د تعزیري د تطبيق په موخه جوړه شوې غونډه کې د ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني)، د عامه امنيت دېوان رئیس مفتي ضیاالحق (عکرمه)، قضائي غړو او اداري کارکوونکو، د زندانونو چارو د سمون رئیس او يو شمېر زندانیانو هم ګډون درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په زابل ولایت کې (۱۹) مجرمينو او متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

د زابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون (۱۹) کسانو ته د غلا، زنا او لواطت په تور او نامشروع اړيکو په جرم، نن دوشنبه (۲۶/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه په عام محضر او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د درېيو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د بلخ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم الحاج شيخ غلام الله (عادل)؛ د عامه امنيت دېوان رئيس مولوي عبدالسلام (مظهري) او ورسره مل پلاوي په ملتیا، په ۱۱/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولايت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۲۲
Background image

د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عزیزالرحمن (حقاني) په مشرۍ؛ په ۱۴/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د ټولو ابتدائیه محاکمو، مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو دېوانونو او اختصاصي محکمې. . .

بیا په خبرونو کی