د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۱۴:۱۱
د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

په ۱۴/ ۱۱/ ۱۴۴۵هـ ق نېټه د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي عبدالله (فرقاني) د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې لومړی د مرافعه محکمې رئيس د یاد زندان له آمر مولوي صلاح الدین سره د بنديانو د دوسیو په اړه خبرې وکړې، ورپسې يې د بنديانو څخه له نږدې لیدنه وکړه.
محترم مفتي فرقاني د بندیانو سره په لیدنه کې د هغوی وضعیت له نږدې بررسي کړ او د هغوی ضروریات یې واورېدل.
د مرافعه محکمې رئیس زندانیانو ته ډاډ ورکړ چې دوسیو ته به یې په ټاکلي وخت رسېدنه کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۲:۶
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړې؛ چې جزئیات يې په لاندې ډول دي:
۱ـ په لومړۍ ربعه کې د تحریراتو ریاست ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۱:۵
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۶۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۲۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۸/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۰ /۶ / ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۵۶۴) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۰:۵۳
Background image

په ننګرهار ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۹/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان. . .

بیا په خبرونو کی