په هلمند ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۳:۵۵
په هلمند ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د هلمند ولايت ګرشک او موسی‌کلا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې دوو کسانو ته چې پر زنا متهم وو؛ نن یکشنبه ۹/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محاکمو يو متهم پر لس میاشتې تنفيذي بند او ۲۰ دُرو تعزیري سزا او دويم متهم پر شپږ میاشتې تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمينو تطبيق شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۴۶
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۷۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۳ / ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ / ۳ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۷۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۰:۳۹
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په یوه میاشت کې (۸۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱۶ /۲ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۸۵۳) دوسيو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی