په غزني ولايت کې دوو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۳۰
په غزني ولايت کې دوو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت ښاري ابتدائیه او د اندړو ولسوالۍ ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې دوو کسانو ته چې په لواطت او زنا متهم و؛ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ربيع الآخرة مياشتې په ۲۴ مه او ۲۵ مه نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

ابتدائیه محاکمو یاد کسان پر يوـ یو کال تنفيذي بند او ۳۵ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.

دغه پرېکړې د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر یادو متهمینو تطبيق شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۶
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د درېیو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل هيئت، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۱۵مه، ۱۶مه او ۱۷مه نېټه د دغه ولايت د مهمندرې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۳
Background image

د زابل ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شیخ غلام حضرت ابوالمنذر (زاهدي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو د قاضي صاحبانو او قضائي غړو په ګډون، په ۲۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه. . .

بیا په خبرونو کی