د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۲۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۰۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۱:۵۱
د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۲۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۰۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر  ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۲۲۵) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۰۶) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.

په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۶۹) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۵) دوسیې فیصله شوې، (۲۲) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۰۰) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۵) دوسیې فیصله شوې، (۴) مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

په تجارتي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۴) تجارتي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳) دوسیې په اړه قضائي قرار صادر شوی، (۲) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

د وثيقو برخه کې:
د ميدان وردګ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۰۶) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د روزګان ولایت دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړيتوب، په ۱۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

بیا په خبرونو کی