د کابل ولایت د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه  د مخنيوي ابتدائیه او اختصاصي محاکمو په يوه مياشت کې (۲۷۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۱:۵۸
د کابل ولایت د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه  د مخنيوي ابتدائیه او اختصاصي محاکمو په يوه مياشت کې (۲۷۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه او اختصاصي محاکمو  په یوه میاشت کې (له ۱ /۷/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۲۹ /۷ /۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۲۷۵) دوسيو ته رسېدنه کړې؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
۱ـ د نشه‌يې توکو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې ته په يوه مياشت کې (۲۶۳) دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱) دوسيې په اړه قضائي قرار صادر شوی، (۲۰۱)  دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۲ـ اختصاصي محکمې ته په يوه مياشت کې (۹۲) دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۶۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

د لغمان ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د عدليې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاستونو له رئيسانو سره وکتل

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالکریم (حقاني)؛ په ۱۰/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په خپل کاري دفتر کې د یاد ولايت د عدلیې ریاست رئیس مولوي عبدالستار (حماس)، د غصب شويو ځمکو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د کندهار، فاریاب او کونړ ولایتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۱۸۸۳) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کندهار، فاریاب او کونړ ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې له (۱/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۸/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۱۸۸۳) عرض‌پاڼو او دوسيو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ولايت محاکمو په يوه میاشت کې (۳۲۳۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۲۵۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کابل ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائيه محکمې، د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو او د وثايقو آمريتونو په یوه میاشت کې (له ۱/ ۸/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه ۲۹ /۸ / ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۳۲۳۹) دوسيو. . .

بیا په خبرونو کی