د خوست ولایت د مرافعه محکمې رئيس له ښاري ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه
د خوست د مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج مولوي امین الله (منیب) په ۲۴/ ۱۲/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د مرافعه محکمې د تحريراتو د آمر په ملتيا د ښاري ابتدائیه محکمې د مدني دېوان له الف جز څخه ليدنه او نظارت وکړ.
د مرافعه محکمې رئیس په دې لیدنه کې د ښاري ابتدائيه محکمې له رئيس، قضائي او اداري منسوبینو سره پر یو شمېر ګډو او مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.
د ليدنې په دوام د یادې محکمې قضائي او اداري اجراآت وکتل شول، د چارو د لا ښه سمون او چټکتيا په موخه ورته د مرافعه محکمې د رئيس لخوا لازم هدایات وشول.
دغه راز محترم مولوي امین الله (منیب) د ښاري ابتدائيه محکمې مسؤولينو ته توصیه وکړه چې په چارو کې همغږي لا تقویه کړي، د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د محاکمو ټولو اصولو ته بشپړ پابند پاته شي.
د لیدنې په پای کې د یادې محکمې ضروریات واورېدل شول او مسؤولینو ته یې د یادو ضروریاتو د پوره کولو ډاډ ورکړل شو.