د ميدان وردګ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه 

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۲۷
د ميدان وردګ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه 

د میدان وردګ ولایت مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبدالله (فرقاني) په مشرۍ؛ د قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون په ۱۲/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه اداري غونډه ترسره شوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، ټول قضائي غړي او اداري کارکوونکي بايد د رسمياتو د وخت پابندي وکړي، د محکمې د نظافت خیال وساتي او د بيت المآل په مصرف کې احتياط وشي.
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس ګډونوالو ته د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

بیا په خبرونو کی