د لغمان ولایت مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو مسؤولينو ترمنځ اداري غونډه وشوه

د لغمان ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي عبدالکريم (حقاني) په مشرۍ؛ په ۲۰/ ۱۱/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ګډون اداري غونډه ترسره شوه.
غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې د عامه امنیت دېوان د رئیس حافظ مولوي امدادالله لخوا د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس په پيل کې د سترې محکمې د ۱۴۴۶هـ ق کال د ٢١ او ٢٢ متحدالمآلونو د عملي کېدلو په اهمیت خبرې وکړې وویل، ابتدائيه محاکم باید په فیصله کې له پوره دقت څخه کار واخلي، ترڅو د مسلمانانو ستونزې ژر تر ژره حل شي.
نوموړي زیاته کړه، مرافعه محاکم دې هم د ابتدائيه محاکمو فیصلې په دقت سره وګوري او په فيصله کې نقضونه باید خیالي نه بلکې مدلل وي.
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس اړوند او نورو ګڼ شمېر موضوعاتو په اړه قضائي غړو ته لازمې سپارښتنې او مشورې ورکړې.
د غونډې په پای کې د ښاري ابتدئیه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) خبرې وکړې وویل، ابتدائيه محاکم باید په خپلو اجراآتو کې پوره دقت وکړي او د لوړو محاکمو نقضونه په نظر کې ونيسي.
غونډه د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس الحاج مفتي عارف الله (عنایت) په دعا پای ته ورسېده.