د لغمان ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د عدليې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاستونو له رئيسانو سره وکتل

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۵۳
د لغمان ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د عدليې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاستونو له رئيسانو سره وکتل

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالکریم (حقاني)؛ په ۱۰/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په خپل کاري دفتر کې د یاد ولايت د عدلیې ریاست رئیس مولوي عبدالستار (حماس)، د غصب شويو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رئیس مولوي عبدالستار (محمد) سره لیدنه وکړه.
ليدنه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه.
د غونډې په دوام د کرنې رئیس په خپلو خبرو کې محاکم د اسلامي نظام یو مهم ارګان یاد کړ، د غصب د مخنیوی یاد پلاوي د مسؤولیتونو په اړه یې رڼا واچوله او په اړوند چارو کې یې د تېر په څېر د محاکمو د ښې همغږۍ د دوام غوښتنه وکړه.
دغه راز د عدلیې رئیس په خپله وینا کې د لا ښې همغږۍ په موخه یاده ناسته مهمه وبلله.
د غونډې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئیس د اصولي همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ وویل، د لغمان ولایت اړوند ټولو محاکمو ته به بیا هدایت وکړي چې له اړوند ادارو سره په چارو کې لازمه اصولي همغږي کوي.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۳
Background image

د کابل ولايت د حقوقو رئيس د دغه ولایت د څلورو ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

د کابل ولايت د حقوقو رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب)، د ۱۴۴۸ هـ ق کال د ربيع الآخر میاشتې په ۲۸مه او د جمادی الأولی میاشتې پر لومړۍ او دویمه نېټه د دغه ولايت د ده سبز، سروبي، پغمان او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳۵
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۴۳) وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې (له ۸ /۳ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې د (۴۳) بېلا بېلو وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړې دي.
 یاد کمېسیون د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۲۰
Background image

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د ربيع الآخر میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د روان ۱۴۴۸ هـ ق کال د ربيع الآخر میاشتې په جریان کې د (۹۵) بېلا بېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي؛ چې په دې. . .

بیا په خبرونو کی