محترم مولوي بهاوالحق د پکتيکا د ښاري ابتدائيه محکمې د نوي رئيس په توګه معرفي شو

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۳:۵۷
محترم مولوي بهاوالحق د پکتيکا د ښاري ابتدائيه محکمې د نوي رئيس په توګه معرفي شو

د پکتیکا ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې لپاره نوی ټاکل شوی رئیس محترم مولوي بهاوالحق په ۱۲/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یادې محکمې قضاتو او اداري کارکوونکو ته د یوې غونډې په ترڅ کې ور وپېژندل شو.
 په دې غونډه کې د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي)، د ښاري محکمې مخکني رئیس مولوي محمد اشرف (ابوخالد)، د یادې محکمې قضاتو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د ښاري محکمې مخکني رئیس وینا وکړه، نوي رئیس ته یې د یادې محکمې د قضاتو او اداري کارکوونکو ستاینه وکړه او په کارونو کې د اخلاص، صداقت او همکارۍ په اړه ډاډ او اطمینان ورکړ.
ورپسې د مرافعه محکمې عمومي رئیس د ښاري محکمې نوي رئیس ته ښه راغلاست ووايه، د پخواني رئیس د کارونو ستاینه یې وکړه وويل، مسؤولیت ته باید د غنیمت په سترګه ونه کتل شي او نه ورته غنیمت وویل شي، هر مسؤول باید په پوره ډاډ، صداقت او امانتدارۍ سره خپل ورسپارل شوی مسؤولیت ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړه قضاء یو دروند مسؤولیت او عبادت دی، د قضاء د مسؤولیت ترسره کولو پر مهال باید ټول مصروفیتونه او کارونه پرېښودل شي، خپل قضائي کارونه په اخلاص او صداقت ترسره شي.
د مرافعه محکمې رئيس وويل، امارت د الله (جل جلاله) لوی احسان دی، چې ملت ته يې ور په برخه کړی دی، د دغه نعمت باید شکر ادا شي.
د غونډې په وروستيو کې د ښاري محکمې نوي رئیس ته د بریا او کاميابۍ دعا وشوه او غونډه پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی